د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وروسته له دې،چې د ټولټاکنو
خپلواک کمیسون له لورې نن سې شنبه د هېواد د ولایتي شورا ټاکنو د پایلو لومړنۍ پایلې اعلان شوې،د میدان وردګو ولایت بریالیو نوماندانو ته مبارکۍ ورکړه .
هغه د ټاکنو د خپلواک کمیسون ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،دغه کمیسون په
رښتني ډول خپل مسؤلیت ادا کړ او د هیڅ یوه نوماند په ګټه یې کار ونکړ.
نوموړی همدا راز په ټاکنو کې د ګډون له امله د ولسونو د میړانۍ د ستاینې ترڅنګ د ملي امنیتي قواو رښتینۍ هلې ځلې وستایلې .
د میدان وردګو والي وایي که څه هم دغه پایلې وروستۍ ندي خو بیا هم د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له لورې اعلان شویو بریالیو کسانو ته د دغه ولایت د ولسونو او ادارو په استازیتوب مبارکي ورکوم.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له لوري د بریالیو نوماندنو په خپاره شوي لیست کې په پرلپسې ډول انجنیر حسیب الله کلیمزی،محمد سردار بختیاري، حاجی احمد
جعفري،سید روح الله علوي، خواني سلطاني، حسن رسولی، حلیمه عسکری ، شریف
الله هوتک، عصمت الله عاصم، حسین علی بلیغ، حاجی عبدالوحید اکبرزوی،
الحاج اختر محمد طاهری، میرویس امیری، هاجر میرزایی او نفیسه سیلۍ وردګ
شامل دي .
د یادونې وړده،له میدان وردګو ولایت ولایتي شورا ۱۵ چوکۍ لرۍ،چې د ۷
میرمنو په ګدون ۴۷ تنو ورته ځانونه نوماند کړي وو.
د ولایتي شوراګانو ټاکنو ابتدایي پایلې د مخکښو کاندیدان د ترتیب پراساس د پايلو څرنګوالى:نا تصدیق شوې پايلې د پایلو د جریان پرمختک:%۱۰۰ ۲۹ ثور ۱۳۹۳
| د رأی پاڼې شمیره | د کاندید نوم |
رأی
|
%
|
|---|---|---|---|
| ۴۱ | انجنیر حسیب الله کلیمزی | ۷۸۵۳ | ۸.۳۱ |
| ۴۵ | محمد سردار بختیاری | ۴۹۷۳ | ۵.۲۷ |
| ۱۵ | حاجی احمد جعفری | ۴۵۸۹ | ۴.۸۶ |
| ۱۴ | سید روح الله علوی | ۴۵۳۹ | ۴.۸۱ |
| ۳۳ | خوانی سلطانی | ۴۴۶۳ | ۴.۷۳ |
| ۲۰ | حسن رسولی | ۴۲۹۰ | ۴.۵۴ |
| ۱۸ | حلیمه عسکری | ۴۱۳۷ | ۴.۳۸ |
| ۱۹ | شریف الله هوتک | ۴۰۶۲ | ۴.۳۰ |
| ۲۵ | عصمت الله عاصم | ۳۷۹۱ | ۴.۰۱ |
| ۹ | حسین علی بلیغ | ۳۵۸۴ | ۳.۷۹ |
| ۳۸ | حاجی عبدالوحید اکبرزوی | ۳۲۷۳ | ۳.۴۷ |
| ۲۷ | الحاج اختر محمد طاهری | ۳۱۲۸ | ۳.۳۱ |
| ۱ | میرویس امیری | ۲۹۳۹ | ۳.۱۱ |
| ۳۹ | هاجر میرزایی | ۱۹۲۸ | ۲.۰۴ |
| ۲۸ | نفیسه سیلی وردګ | ۱۷۵۹ | ۱.۸۶ |
خپله تبصره لیکی
تبصرې