د پوهنتون د ښو پوهنځیو هر ټولګی به د همدې سیمې له خلکو ډک وو، دوی له کومې واسطې او وسېلې پرته دغه پوړونو ته رسیدل له همدې امله یې د تاریخ په اوږدو او په ورستۍ لسیزه کې په حکومت کې ښې دندې هم لرلې خو دا هغه کسان وو چې پخوا روزل شوي وو.
له بده مرغه په تېره یوه لسیزه کې د هېواد تر بلې هرې سیمې دا سیمه د جګړې ډیره قرباني شوه، ښوونځي یې وتړل شول، له منځه ولاړل، د زده کړو کچه په کې ټېټه، ښوونکي ترې ګډه او په بېلا بېلو نورو ستونزو اخته شول، سړکونه یې وران، پرمختللي روغتیايي مرکزونو یې د لومړنیو مرستو په مرکزونو بدل شول او د کرنې ځمکې یې هم د بم او مرمۍ په کښت بدلې شوې.
خو تر بل هر څه زده کړه د انسان لویه اړتیا ده ددې ولایت ښوونځي د جګړې ټولو ښکېلو اړخو سنګرونه وګرځول او خلک یې مجبور کړل چې د ښوونځو پر وړاندې بې پروا او یا هم له دې سیمې کډه شي.
بدمرغي له هغه ځایه پیل شوه، چې د پوهنې د وخت وزیر محمد یونس قانوني له دغه ولایت سره د مور او میرې چلند پيل کړ، ان داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې قانوني غوښتنه کړې وه چې د وردګو ونډه باید په پوهنتونونو کې کمه شي، همداراز د لجنة الدعوة الاسلامية په نوم یوه عربي خیریه موسسې په دې ولایت کې د هېواد په کچه غوره ښوونځي جوړ کړي وو، خو همدا موسسه د وخت د چارواکو له لوري تر ناقانونه اعلانېدو ورسته له سېمې څخه و ایستل شوه او ښوونځي یې په یو ډول بې سرپرسته شول.
له موقت حکومت را ورسته په یو شمېر سیمو کې د نجونو ښوونځي هم جوړ شول، خو له دوه دریو کلونو ورسته د بېلا بېلو ستونزو له امله وتړل شول.
د ولایت په اتو ولسوالیو کې لسګونه لېسې، منځني او لومړني ښوونځي شته خو دا تش په نوم ښوونځي او ښوونکي یې تر ډیره مسلکي کسان ندي، د ګوتو په شمېر به مسلکي وي خو هغوی هم د پوهنې له بهیر سره مسلکي چلند نه کوي.
تر ډیره داسې بریښي چې وردګ د خپل ستراتېژیک موقیعت او خواري کښۍ له امله د یوې ځانګړې دسیسي قرباني او په ډیر ماهرانه ډول د دولت د نه پاملرنې له امله د جګړي لور ته وهڅول شول، په دې کړنه د خلکو په وینا د سیمې د استخباراتي کړیو په ګډون ګڼې افغاني ډلې هم ښکېلې دي؛ د پرمختګ، بیارغونې، روغتیا، کرنې او بالاخره په هیڅ برخه کې داسې بنسټیز کار په تېرو دوولسو کلونو کې په دې ولایت کې نه ترسترګو کیږي چې یادونه یې وشي.
د پښتو مشهور متل دي وايي: ( ونه وايي که مې لاستی له خپل ځانه نه وای نو تبر به نه پرې کولم) اخر ددې ولایت خلک همداسې شول چې اوس په خپله ځان ته بلا ګرځېدلي ځکه خولې یې وتړل شوې د قلم پر ځای ټوپک، د جرګې پر ځای جګړه، د مشورې پر ځای د جنګ پالیسي او د یووالي پر ځای نفاق او کرکه ور وښودل شول.
که ددې ولایت له هر لوی او کوچني وګړي پوښتنه وکړې نو د خپلو بچیو د زده کړې مخالف به نه وي ان وسله وال مخالفین هم ددې ولایت د ښوونځیو په فعال ساتلو کې برخه اخلي، خو ولې ورځ تر بلې ورسته پاته کیږي؟
که حالت همداسې دوام وکړي لکه اوس چې دی نو دې وردګو لس کاله ورسته نسل به یوازې له ټوپک او جګړې سره اشنا وي چې بیرته یې سمول یې پيړیو ته اړتیا لري.
په وردګو کې د اوسني حالت پای ته رسول نه یوازې ددې ولایت د وګړو بلکې د هر افغان دنده ده چې یو نسل وژغوري او پرې نږدي چې د یو پوهې او زده کړې مینه وال د تل لپاره د خپل هېواد لپاره سرخوږی شي.
ځوانان په دې برخه کې تر ټولو مهمه دنده لري چې باید د فکري رغونې لپاره تر هر څه ډیر تبلیغ وکړي او خپل نسل په ژغورلو کې ونډه واخلي.
قومي مشران له دې ګنګ او دوه مخي حالت څخه ووځي او په خپلو کې تر پرېکړو ورسته خپل ښوونځي فعال، نصاب یې پوره او کورنۍ وهڅوي چې خپل بچیان یوازې د زده کړې په ګاڼه سمبال کړي.
حکومتي چارواکي باید د بیا رغوني او په دې ولایت کې د کارموندې پراخه زمېنې برابرې او د پوهنې بهیرته جدي پاملرنه وکړي په دې ولایت کې د کارموندنې ګڼ فرصتونه شته چې د کرنې، کانونو او نورو بېلا بیلو برخو کې دي، خو له بده مرغه شته فرصتونه هم ورځ تر بلې د نه پاملرنې له امله له منځه ځي.
وسله وال مخالفین هم باید د خپلې اسلامي وجیبې له مخې د زده کړو له بهیر او ټول ګټو پروژو سره مخالفت ونه کړي او له دې بهیرنو سره مرسته وکړي.
یوازې کلک عزم، مبارزه او حق غوښتنه ددې ولس د ژغور لاره ده چې دا په سوچونو نه بلکه عملي کړنو ته اړتیا لري او لږ تر لږه دا خو مو مسولیت دی چې که د پرمختګ لور ته نشو تلی نو له پلرونو او نېکونو را پاتې پرمختګونه خو باید وساتو او پرې نږدو چې خپل شته د ښامارانو په خوله کې ورکړو.
قریب الرحمن شهاب
خپله تبصره لیکی
تبصرې