د سهار په بلګ کښي مي يوه ښه ليکنه ولوستله او غوارم چي ستاسو سره يي دلته خپره کړم
په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ولسمشر حامد کرزي د خپلې ځاني او حکومتي پياوړتيا په موخه دوه ولسوالۍ د ولايتونو کچې ته ورسولې، چې يوه يې پنجشېر ولسوالي او بله هغه دايکندي وه. دغه دواړې ولسوالۍ د جوړجاړيو او ايتلافونو له ثمرې را وزېږېدلې، خو په تېر اووه کلن بهير کې دا په ډاګه شوه، چې ښاغلي کرزي نه يوازې دا، چې له خپلو ايتلافيونو نه ګټه پورته نه کړاى شوه، بلکې تر وروستي بريده يې دده پښې هم ووهلي.
هزاره لږه کى ، چې په خپل مټ په افغانستان کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدا په لار کې ډېر خنډونه ويني او اقليتي بڼې يې دا لاره ډب کړې، هڅه کوي هغه څه، چې نور يې په ولسمشرۍ کې (پښتانه چارواکي پکې بې جرئته دي) ترلاسه کولاى شي، دوى يې د امتيازونو له لارې ترلاسه کړي.
تېرځل هزاره مشرانو (( کريم خليلي او محمد محقق)) له حامد کرزي نه د ملاتړ په بدل کې دا امتياز ترلاسه کړ، چې دايکندي ولسوالۍ په ولايت بدله کړي او په ګڼو نورو حوزواو برخو کې د هزاره لږه کي لپاره وړ امتيازونه واخلي. د شيعه فقې رسمي کول، د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په سر کې د هزاره مېرمنې ټاکل، په دولتي تشکيلاتي کچه د هغوى پراخه ونډه ټول ددوى د برياليو ايتلافونو او درغلې ملاتړې پاليسۍ ښکارندويي کوي.
داسې اټکل دى، چې سږ کال د هزاره وګړو مشران غواړي له کوم ځانګړي کانديد نه د خپل ملاتړ په بدل کې، په لومړي ګام کې د غزني جاغوري او بيا د وردګو بهسود ولسوالۍ د نويو ولايتونو په توګه ومني. د جاغوري په نقشه کې جاغوري، اجرستان، مالستان ، د جغتو يوه برخه او ناور ولسوالۍ راځي، چې نږدې نيمه برخه يې پښتانه او کوچيان هم جوړوي. جاغوري له شمال ختيز اړخه له قره باغ، له سوېل ختيز لوري له مقر او سويلي خوانه له زابل سره نښليږي. دغسې په بهسود کې به لومړى بهسود او دوهم بهسود راځي، چې د يوه نوي ولايت بڼه به غوره کوي.
داسې ويل کيږي، چې خليلي او محقق په دې اړه له يوه شمېر کانديدانو سره جوړجاړى کړى او کرزى هم په پام کې دى، چې که پر دې مساله ورسره جوړجاړى وکړي، په راتلونکو ټاکنو کې به په ظاهري ډول ددوى ملاتړ کوي. د حامد کرزي او محمد محقق ترمنځ د اختلاف يو عامل هم د جاغوري پر سر دى، چې لا تراوسه يې د ولايت کېدا پر سر توافق نه دى راغلى.
په افغانستان کې د جغرافيايي واحدونو په منځته راتګ کې ډېرى سياسي او مصلحتي عواملو رول لوبولى دى. د برهان الدين رباني په واکمنۍ کې ، چې د طالبانو په راتګ سره يوازې يو دوه ولايتونه ورپاتې وو، د جغرافيايي واحدونو د تشکيل په برخه کې د اړتياوو د پامنيوي پرځاى ډېرى سياسي او قومي ګټې په پام کې ونيول شوې او د بدخشان د ولسواليو شمېر څو چنده شو. دغسې په نورو واکمنيو کې هم ورته ګامونه اخستل شوي، چې ډېرى يې سياسي او مصلحتي اړخونه لري.
د جغرافيايي واحدونو له منځته راتګ سره د امکاناتو د وېش مساله هم بدلون مومي، ځکه څومره ، چې يوه سيمه يا اداري واحد مخ پر وړاندې ځي، په همغه کچه يې د امکاناتو کچه هم لوړيږي او دا پر نورو ګاونډيو هغو خامخا اغيز پرېباسي. دغه راز د مصلحتي جغرافيايي تشکيلاتو له امله قومي، ژبني او نور اختلافونه هم راټوکيږي، چې موږ يې په ارزګان او يو شمېر نورو سيمو کې څرک ليدلاى شو. ددې اپوټه کومې سيمې، چې د اړتياوو له مخې د ولايتونو کچې ته لوړې شوې، نه يوازې دا، چې اختلافونه يې نه دي زېږولي، بلکې مثبتې اغيزې يې هم پرځاى پرېيښې دي.
په افغانستان کې د پنجشېر او دايکندي ولسواليو نوې بڼې په مستقيمه توګه د ولسمشر حامد کرزي له مصلحتي پاليسۍ نه سرچينه اخلي، چې په پښتنو کې يې خورا بد غبرګونونه را وپارول. که د هزاره ګانو دليل دا وي، چې د ارزګان په شمال، يا جاغوري کې ددوى نفوذ ډېر دى او له خپل شوخ او سرشخ ګاونډي سره په ستونزو کې ډوب! دي، نو د کاپيسا د تګاب، الاساى او نجراب پښتانه هم ددغه دليل له مخې کولاى شي د تګاپ په نامه او د ننګرهار د شينوارو او د هرات د شينډنډ پښتانه، چې هم د نفوس او هم د مساحت له مخې د ولايت کېدو وړتياوې لري، د شينوارو او شينډنډ په نامه ولسوالۍ وغواړي. دغسې که د افغانستان نورې لويې ولسوالۍ وځيرل شي، بايد ټولې د ولايتونو کچې ته لوړې شي، چې دا به اوسني جغرافيايي تشکيلات لا پسې خواره او وپړسوي او د چارو د اسانتيا پرځاى به ستونزې لا پسې ډېرې کړي.
په هرحال ، اوسنى ولسمشر او د ولسمشرۍ هر افغان کانديد ، چې ددې څوکۍ لپاره پر مبارزه بوخت دي، دا بايد په پام کې ونيسي، چې لږه کي به د خپل ملاتړ په بدل کې له دوى نه امتيازات غواړي او دوى بايد په دې برخه کې د کرزي په څېر له سخاوت نه کار وانخلي. دا په راتلونکي کې ډېرې بدې پايلې درلوداى شي او مسووليت به يې هم ددوى پرغاړه وي. داداري واحدونو د کچې لوړېدو معيار بايد اړتياوې و اوسي، نه مصلحتي او سياسي پاليسۍ او حمايتونه.
خپله تبصره لیکی
تبصرې